تبلیغات X
فیس بوک
سایت چت
درج آگهی رایگان
سیستم پاپ آپ
X بستن تبلیغات
X بستن تبلیغات
دلیکوال: نجیب الله جامع ویب پاڼی ته ښه راغلاست
دلیکوال: نجیب الله جامع ویب پاڼی ته ښه راغلاست
۷ او۸ دثور دیاداښتنو په هنداره کی

 

د نسب لړۍ او مشرنيكه يې :
دلوى امام مجتهد او دعراق دفقيه محمد بن الحسن بن فرقد الشيبانى رحمه الله تعالى پلار په اصل كى د دمشق دختيځ لوري "حرستا" نومي كلي او سيدنكى و بيا عراق ته رانقل شو او امام محمد په واسط كې په كال 132 هــ كې وزېږ يدى . او بيا له واسط څخه د دوى كورنى كوفې ته نقل شوه اودى هلته لوى شو دامام محمد كنيت ابو عبد الله دى دى په ډير و ځاينو كې په دې كنيت سره ياد شوى دى په خپله په يوه ځاى كې وايى : علم په دريو خصلتونو سره تر لاسه كيږي : له علم سر مينه .پوره زكاوت او دګذارې روزي لرل زما زوى زکاوت لري خو له علم سره مينه نه لري.
امام محمد په كوچني والي كي خورا زيات پوه او زيرك و يا داو محافظه يې ډيره قوى وه دعلمي فضائلو منيه يې لرله خوۍ او اخلاق يې برا بر و په بدن روغ اوښه غوښين صورت يې و په كوچني و الي كى يې قرانكريم زده كړ دعربي لغت اود حديثو درسونه يې پيل کړل اود څوارلس كلو په عمريې دامام ابوحنيفه په درس كې ګډون وكړ څلور كاله يى ورسره تېر كړل په دې كمه موده او كم عمر كې يې دومره فقه زده كړه چې ډير لوى كسان يې په ډيرو زياتو كلونو كې هم نه شي زده كولاى چې له دې څخه داخبر ښه څرګنديږي چې امام محمد څومره زيات پوهه او څه ډول محافظه لرله كله چى امام ابو حنيفه وفات شو نو له قاضى ابو يوسف نه يې درسونه پيل كړل.
دامام محمد استادان
ده له دوولويو امامانو" ابو حنيفه "او ابو يوسف" څخه حديث روايت كړي دي او په كوفه ، بصره مدينه ، اودشام په شارونو كې يې له نورو زياتو علماو څخه حديث روايتکړي دي لكه دكوفې سفيان ثوري ، دشام او زاعي دمدينې منورې امام مالك و داسې نور له امام مالك سره يې په مدينه منوره كې درۍ كاله تېرکړل او له ده څخه يې لفظاً او و سوه حديث له سندونو سره اوريدلىدي سره له دې چې امام مالك به لفظا ډېر كم حديث بيانول.
لومړى چې له امام مالك سره په مدينه منوره كې اوسيدى نو دمدينې له نورو علماو څخه يې هم حديث اوريدلي دي لكه عبدالرحمن بن ابى الزناد ، اسامه بن زيد ايلشى ، هشام بن سعد ، عبيد الله العمرى ، ابراهيم الاسلمى، محمد بن عبدالرحمن ابن ابى ذئب او نور .
امام محمد دومره زيات استادان لري چې مونږ يې په دې لنډ ژوند ليك كې نه شو څايه ولاى ځكه يې دنومونو له اخيستلو تيرو
له علم سره دامام محمد مينه
محمد بن سماعه وايي : دامام محمد ټول فكر اوتوجه "العلم الفقه" ته وه كله به چې دمطالعې په خونه كې ناست و اوچابه سلام پرې واچاوه دده به فكر ورته نه و او دعا به يې ورته وكړه هغه سړي به دسلام كلمات زيات كړل ده به بيا هغه دعاورته وكړه چې دسلام له ځواب سره به يې سمون نه خوړ ابو حازم وايى ماته دمحمد دلور زوى ويلي : ما له خپلې مور څخه دنيكه دحال پوښتنه وكړه چې په كوركې به يې څه كول ؟ دي راته وويل زويه ! دى به په دې خونه كې ناست و شاوخوابه كتابونه ورته ايښي و مايې له خولې څخه هيڅ خبر هم نده اورېدلې خو چې ورته كتل به مې نو په وريځو اوګوتو سر به يې اشارې كولې .
صميرى او خطيب بغدادى له محمدبن سماعه څخه راويت كوي چې : محمد خپلوكور والوته ويلي و چې ددنيا داړيتاوو پوښتنه به له ما څخه نه كوئ ځكه بيا مې فكر ګډ وډ کیږى ، هر شي ته چې اړتيا لرئ زما له وكيل څخه يې غواړئ امام كردرى وايى : امام محمد شپه په دريو برخو وېشلې وه په يوه برخه كې خوب ، په بله كې لمونځ *په بله كې به يې تديريس كاوه په علم كى به دومره زيات بوخت و چى جامى به يى خير نى شوي وې خوبد لولوته به يى خلاص نه و دى به دشپى له مخي ډير كم ویده كيدى دمطالعى په خونه كى به ناست وْ كميس به يى ايستلى و اوشاو خوابه دكتا بونو ټوكونه ورته پراته وو يو به يى كيښود بل به يې راواخيست او مخته ته به يى له اوبو ډك لوښى ايښى و
يو ځل چا ورته وويل چې ولي نه ويده كيږې ؟ ده ورته وويل څنګه ويده شم مسلمانان چې ويده دي خو په مونږ يې اعتماد كړى دى او وايي چې څه راته پيښیږي له ده به يې پوښتنه كوو نوكه مونږ هم ويده شو په دي سره به دين ضايع شي چا ورته وويل : نوكميس دي ولې ايستلى ؟ ده ورته وويل خوب د حرارت او تودوخي له كبله پيداكيږي او تودوخه له جامو څخه پيداكيږي نو كله چې ماته خوب راشي مخې ته ایښې او به په ځان تويوم او داډير كتابو نه مې ځكه راته ايښي چې علم دروند دى نو كله يو ګورم او يو څه وخت وروسته بيا بل ګورم،صميرى اوخطيب بغدادى دواړه ليكي چې محمد ويلې :ماته پلار ديرش زره درهمه پري ايښي وو پنځلس زره مې په علم النحو او شعر زده كولو ولګول او پاتي پنځلس زره مې د علم الحديث او علم الفقه په زده كړه ولګول . دومره بې خوبي ګالل او شپې سبا كول ! او دومره زيات مصرف كولو په نتيجه كې هغه څه رامنځته كيږي كوم چې امام محمد اسلامي نړۍ ته وړاندي كړي دي . ګرانه لوستونكيه ! څه فكر كوې چې كه يوه منظمه اداره يا ټولنه ډيري هڅې هم وكړي نو اّيادومره څه به اسلامي ټولنې ته وړاندي كړي لكه چې دي لوی امام وړاندي كړى دى ؟
ايا ددې علمي هستيو د ژوند په عجيبه حالاتو خبرېدلو سره مو***ږ نه شو كولاى په خپلو حالاتو كې بدلون راولو؟
د امام محمد ځينې شاګردان
له امام ابو يوسف څخه وروسته په عراق كې د علم الفقه مشري امام محمد ته پاتې شو ه او په ټوله اسلامي نړۍ كې يې شهرت پيداكړ او د نړۍ له مختلفو سيمو څخه دعلم تږي ورته رامات شول تر څود ده د علومو له چينې څخه ځانونه ماړه كړي كله به چې شاګردان له ده څخه بيرته ستانه شول نوبيا به نامتو فقهاء او وتلي محدثين وو د هغوۍ د ځينو نومونه په لاندې ډول دي :
لوى امام او وتلى مجتهد او د ځانګړي مذهب موْسس .ابو عبدالله محمد بن ادريس الشافعى ،
لوى امام او مجتهد ، ابو عبيدالقاسم بن سلام الهروى ،
لوى امام د صقليه فاتح ، د مالكى مذهب مدون ، دالمدونه نومى كتاب جمعه كوونكى . دامام سحنون استاذاسدبن الفرات القيروانى ،
دده كتابونو او اماليو راويان ، د ختیځ وتلى فقيه او په ماوراء النهر كى دا حنافو امام ابو حفص الكبير احمد بن حفص الغجلى ،
ابو سليمان موسى الجوز جانى ،
د بغداد قاضى ابو عبدالله محمد بن سماعه التميمى ،
ابو الحسن على بن معبدالرقى ،
هشام بن عبيدالله الرازى ،
شعيب بن سليمان كيسانى ،
ابراهيم بن رستم المروزى ،
عيسى بن ابان البصرى او نور …….
يو بل نامتو شاګرد يى نوميالى امام او د حنابلو د مذهب موْسس احمد بن حنبل الشيبانى رحمه الله دى او دا راز د جرح او تعديل وتلى امام ابو زكريا يحى بن معين يى هم شاګرد دى او د ده كتاب جامع الصغير يې هم ځنى نقل كړى دى رحهم الله تعالى اجمعين .
اوشاګردان يې دومره دي چې له شمېره وتلي دي .
درلود كه داسى ووايم چى قرانكريم دده په لغت نازل شوى نو سم به مى ويلى وى . امام شافعى رح وايى ماله محمد رح څخه يو بختى او ښ كتابونه باركړل ، ماچى له هر چاسره مناظره كړى نو په مخ كى به يى تغير راغى خو يو محمد رح داسى نه و .
او دامام محمد رح په څير عالم زما سترګوندى ليدلى .
امام شافعى رح دا خبره په داسى حال كى كوى چى ده د امام مالك رح ، وكيع بن الجراح رح او ابن عيینه رح په څير علماء هم ليدلى دى خو بيا هم دى (محمد رحمه الله ) له دى علماء څخه په علم كى زيات بولى .
دى وايى ما د محمد په څير هوښيار ، لوى فقيه ، زاهد ، متقى ، ښى خبرى كوونكى بل څوك ندى ليدلى . بيهقى روايت كوى چى شافعى رح وايى : زما سترګو د محمد بن الحسن په څير عالم ندى ليدلى او دده په زمانه كى به دده په څير زوى يوى مور هم نه وى زیږولى .
د دومره لوى امام (شافعی)داډول خبرى دا مام محمد د علميت او فقاهت له پاره بيخى كافى دى چى له دى څخه دامام محمد امامت په ښه توګه څرګندیږى .
امام شافعى رح يو بل ځاى وايى : كه محمد رح موږ ته له خپلى پوهى او عقل سره سمى خبرى كولاى نو موږ به پرى پوهيدلى نه واى خو هغه به موږ ته زموږ له پوهى سره سمى خبرى كولى چى بيا به مونږ پرى پوهيدو .
امام شافعى رح كه له امام محمد څخه د علمى كتابونو او ښان باركړى و د ا رازامام محمد رح له هغه سره نور ې ډير ې ښیګڼي هم كړى وې . د هغه پورونه بى پرى كړى او هغه ته يى نورى پيسى هم وركړى وى او كتابونه يى هم وركړى وو. امام شافعى په څه پيښه كى دوخت حكومت ونيو خو دامام محمدرح په سپارښتنه سره هغه له مرګه وژغورل شو .
ابن العماد الحنبلي په (شذرات الذهب فی اخبارمن ذهب )کې وايى له دى كبله هر شافعى مذهبه بايد د محمد احسان ومنى او د بښنى دعا ورته وكړى .
د امام بخارى استاد يحى بن صالح الو حاظى وايى ماته ابن اكثم وويل : تا امام مالك ليدلى دى او سماع دى ورڅخه كړى ده دغه راز امام محمد رح دى هم ليدلى نوكوم يو زيات فقيه دى ؟ ماورته وويل محمد له مالك څخه زيات فقيه دى .
د سمعانى په كتاب (الانساب ) كى له ابو جعفر الهندوانى څخه روايت شوى چى امام محمد له كوفى څخه ابو يوسف ته چى په بغداد كى و ليك وليږه او ورته ويى وليكل چى زه ستا زيارت ته درځم . ابويوسف ته چى ليك ورسيدنو په بغداد كى يى خلكو ته په خطبه كى وويل : كوفه تاسوته د خپلى سينى ټوټى رالیږى محمد بن الحسن تاسو ته را روان دى دهغه علم ته ځانونه تياركړئ .
ابراهيم الحربى وايى : ماله احمد بن حنبل څخه پوښتنه وكړه چى دا باريكه مسائل د ى له كومه كړى دى ؟ ده وويل دامى د محمد بن الحسن له كتابونو څه ترلاسه كړى دى
امام شافعى وايى : په علم الفقه كى محمد بن الحسن په ماباندى له هر چازيات احسانات كړى دى
له پورته څرګندونو څخه داخبره ثابته شوه چى دحنبلى او شافعى مذهب موسسين اعتراف كوى چى فقه يى له امام محمد څخه ترلاسه كړى ده . نو ګواكى دا دواړه مذاهب د امام محمد داحسان پوروړى دى .

په علم لغت كى دامام محمد امامت
سمعانى په " الانساب " كى له امام احمد څخه روايت رانقل كوى هغه وايى : كله چى په يوه مسْله كى د دريو كسانو قولونه راشى نو په هغه كى د مخالفت كولو ځاى نشته ، ما ورته وويل : هغه درى كسان خگوك دى ؟ ده وويل ابو حنيفه ، ابو يوسف او محمد بن الحسن ابو حينفه په قياس او فقه كى سارى نلرى . ابويو سف په حديثو كى له هر چا ماهر دى . او محمد په عربيت كى ماهردى .
وتلى نحوى امام الاخفش وايى : د امام محمد بن الحسن كتاب چى څومره په اعلى درجه له عربيت سره برابر دى مابل داسى كتاب ندى ليدلى .
امام ابو بكر الرازى وايى : ما د محمد رحمه الله تعلى عليه د كتاب (الجامع الكبير) څه مسايل له لوى نحوى امام ابو على الفارسى څخه ويلى دى نو هغه به د محمد عربيت ته تعجب كاوْه .
ابو على الفارسى او اخفش دعلم نحو وتلى امامان دى خو دامام محمد عربيت اونحويت ته نه يواځى قائل دى بلكى تعجب كوى او دا خبره د نوموړى د علم اللغت د امامت له پاره كافى ده .
كردرى رح اوابن العمادرح دواړه له امام شافعى روايت كوى هغه وايى : ماد لومړى ځل لپاره په يوه حجره كى امام محمد وليد چى خلك پرى راټول وو مخ ته مى چى وكتل خورا زيات ښائسته و او تندى يى دعاج په څير بريښيده . جامى يى هم ډيرى ښكلى وى نو د يوى اخلاقى مسئلى پوښتنه مى ځنى وكړه ما فكر كاوه چى څه ضعيف به پكى راشى يا به په خبرو كى غلط شى خو دى د غيشى په څير تيز روان و، مذهب يى قوى و او په خبرو كى نه خطا كيدى .
ربيع بن سليمان به ويل امام شافعى خورا زيات فصيح و كچيرته ئى خپل تصنيفات په هغه عربى ليكلى واى چى ده به دمسائلو د بيانولو په مهال ويله نو هيڅوك به هم نه و پرى پوهيدلى خوده په خپلو تاليفاتو كى زيات كوښښ كاوه چى د عوامو له پاره يى په اسانه عربى وليكى : د همدى امام شافعى يو قول مخكى تير شو چى ده ويلى دى.محمد دومره فصاحت درلود چى كه زه ووايم قران دده په ژبه نازل شوى نو سم به مى ويلى وى نودا شافعى چى له ده څخه دومره متاُثره دى ښكاره خبره ده چى دى له شافعى رح څخه په فصاحت كى ډير زيات و نو ځكه علماو ويلى دى چى د محمد رح او شافعى كلام دعربيت له پاره د ليل ګرځيدلاىشى .
ډير زيات علماء وايى چى د امام محمد قول په عربيت كى حجت او دليل ګرځيدلاى شى قاضى خان په شرح الزيادات كى وايى : په لغت كى دامام محمد قول دليل او حجت دى ځكه دى په لغت كى امام دى اودلغت لوی امام اصمعى هم دده په قول عمل كړى دى .
ملك العلماء علاءالدين الكا سانى په (بدايع الصنائع ) كى وايى : محمد په لغت كى هم امام دى او دابوعبيد،اصمعى. ، خليل ،كسايى ، او فراء په څير يى په لغت كى تقليد واجب د ى ابو عبيد سره له امامته او ابو العباس المبرد دواړو دده تقليد كړى دى .
امام ثعلب النحوى وايى : محمد زمونږپه نزد د سيبويه د درجى امام دى او په لغت كى يى قول حجت دى امام ابن تيميه هم څو حگايه ليكلى دى چى د محمد قول په لغت كى حجت دى
په قرانكريم ، فقه او لغت كى دامام محمد امامت تاسوته روښانه شو دغه راز امام محمد په حديثو كى هم منل شوى امام دى اوپدى علم كى دده كتابونه دده په امامت ګواهى وركوى لكه: موطا،كتاب الاثار، الحجه على اهل المدينه ، نسخه فى الاحاديث المرفوعه ،
دغه راز دده د فقهى په كتابونو كى هم زيات حديث راغلى دى لكه : كتاب الاصل ، سيركبير او صغير له دى څخه په ښكاره توګه څرګنديږى چى امام محمد په حديثو كى هم لوى امام و او ډير روايات يى لرل امام شافعى ،على بن المدينى رح ، دارالقطنى رح ، او نورو زياتو مجدثینو دى ثقه او صدوق يادكړى دى .
اسلامى فقه باندى د محمد بن الحسن اغيزي

څرنګه چى دى په تفسير ،حديثو ، فقه او لغت كى د امامت مقام ته رسيدلى و له دى سره ده يو بل لوړ امتياز او ځانګړتيا هم لرله چى دده په زمانه كى نورو علماو او فقهاوندى ترلاسه كړى هغه ځانګړ تياد اسلامى فقه تدين دى .
نوموړى د فقه مسائل په مختلفو بابونو وويشل او فقه یې په نوى ډول سره يى تدوين كړه چى دده په وخت كى داكار بل هيچا هم ندى كړى . ددى نوښت په ترڅ كى هغه دومره كتابونه وليكل چى نن د ټولى اسلامى نړۍ كتابتونو نه ترى ډك دى او دومره عقلى او قياسى مسائل يى ليكلى دى چى
حسن بن داود وايى : د بصرى خلك په څلورو كتابونو وياړى چى هغه د جاحظ "بيان والتبين" او "طبايع الحيوان "، د سيو يه (الكتاب) او دخليل (العين) دي خو مونږپه هغه اووه ويشت زره مسائلو وياړو چى محمد بن الحسن په حلالو او حرامو كى ليكلى دى .
او داسى مسائل دى چى مسلمانان بايد خامخا ځان پرى پوهه كړى . دامام محمد رح ډيركتابونه په داسى موضوعاتو ليكل شوى چى دده په زمانه كى بل هيچا ورته توجه نه وه كړى لكه داسلامى اقتصاد په موضوع دده كتاب "الكسب"چى علامه عبدالقتاح ابوغده له خپل ښایسته او علمى لمن ليك سره يوځاى په ډيره ښه بڼه چاپ كړى دى . دى لوى امام د جهاد او له هغه سره اړوند مسائل لكه سوله كول ،او ماتول يى ،امان وركول ، د غنيمتونو ويش او اړوند مسائلو په اړه يى د (سير الكبير) او (سير الصغير) په نامه كتابونه ليكلى دى چى دغه ليكنى يواځى دامام محمد ځانګړ تيا بلل كيداى شى او داسلامى فقه دى مهمى موضوع ته هيچا دده په څير دومره توجه نده كړى ډاكتر على احمد الندوى په خپل كتاب (محمد بن الحسن نابغه الفقه الاسلامى ) كى په دى اړه پوره بحث كړى دى . دى ليكى چى معاصرو پوهانو په دى موضوع ډير بحثونه كړى دى خو ټوله استفاده يى له " سيرا لكبير" څخه كړى ده د لويديځ او ختيځ پو هانو دمحمد رح عبقريت او لوى شان ته قائل شوى دى لنډه داجى د نورو فقهاو او مذاهبو فقه په ټوليزه توگه اوداحنافو او دعراقيانو فقه په ځانګړى توگه دمحمد بن الحسن د احسان پوروړى دى اوټول يى بايد احسان ومنى،
دا ځكه چى دى لومړى مجتهد دى چى حنفى فقه يى مدونه كړى ده او بيا له ده څخه په استفاده او الهام اخيستلو د نورو مذاهبو فقهاو هم د خپلو فقهو تدوين كړى دى .
پدى سره هغه مشهوره مقوله ريښتونى شوه چى وايى : محمد له فقه څخه ډوډى جوړه كړه او ټول خلك يى خورى . حصفکى په (الدرالمختار ) كى وايى :
عبدالله بن مسعود (رض) فقه وكرله ، علقمه اوبه پرى ولگولى ،ابراهم النخعى وريبله ،حماديى درمن واخيست ، ابو حنيفه ژرنده كړه ابو يوسف خيشته كړه او محمد ډوډى ځنى پخه كړه چى ټول خلك يى خورى .
دامام محمد رحمه الله تعالی وفات
امام محمد د هارون الرشيد له خوا د (الرقه ) نومى ځاى قاضى هم ټاكل شوى و او وروسته يى بيا قاضى القضاه وټاكه ، امام محمد د قضاله دندى سره سره دعلم خدمت هم كاوه او طالبانو ته يى درسونه هم ويل او په همدى حال كى لوى څښتن ج ځان ته وباله او په كال 189 هــ كى وفات شو
رحمه الله تعالى .
دالوى امام په (رى) نومى سيمه كى دخپل شاگرد هشام بن عبيدالله الرازى په كور كى وفات شو اتفاقاً پدى ورځ په (رى) كى د نحو لوى امام كسايى هم وفات شوى و د دوى دواړو په مړينه هارون الرشيد زيات خواشينى شو او ويى ويل :" فقه او عربيت دواړه په (رى) كى دفن شول "
ابوعلى احمد بن محمد بن ابى رجا وايى ماته خپل پلاروويل چى ما امام محمد په خوب وليد او ورته ومى ويل چى څه درسره وه شول ؟ ده راته وويل بښنه راته وشوه ما ورته وويل د ابو يوسف څه حال دى ؟ ده وويل هغه له موږڅخه يوه درجه پورته دى . بيامى دابو حنيفه پوښتنه ځنى وكړه ده راته وويل چى هغه د عليين په لوړو درجاتو كى دى (فرحمهم الله تعالى ورضى عنهم .




موضوع : سترشخصیتونه, |لیړنه : 31
برچسب ها : ,
لیږل شوی لهلیکوال: نجیب الله جامع

دتفسیر المدارک اوفقه کې دمشهور و متونولکه کنزالدقائق ، المنار ، الوافي اونورو ګڼ شمیرکتابونو مصنف .
دعلامه نسفي رح اصلي نوم عبدالله اوکنیه نوم یې ابوالبرکات ؤ اوپه همدي کنیه نوم یې ډیرشهرت شوی دی ،همداراز هغه دعلماوله لوري دخپلو علمي اوديني خدماتو له امله په حافظ الدين ملقب شوی ؤ
دعلامه نسفي دپلار نوم احمد اودنیکه نوم یې محمود ؤ ، علامه ابوالبرکات دنسف چې دماوراء النهر یوه سیمه ده هلته زوکړی له همدي امله هغه ته نسفي هم وایې .
علامه نسفي یوسترعالم ،لوی زاهد ، دعلم الفقه ، علم الاصول اونورو علومو یوبي مثله شخصیت ؤ ، علامه اتقاني رح دده په اړه لیکې :
هوامام ،کامل ،فاضل، محرر، مدقق ،
علامه نسفی خپلي زده کړي دوخت له سترو علماو څخه کړي دي دده له مشهورو استاذانو څخه لوی محدث فقیه علامه شمس الأئمة محمد کروري ، نجم العلماء علي بن محمد المدائني ، علامه بدرالدين خواهرزاده اوداسي نور ..
علامه نسفي رح دخپل علمي مقام او فقاهت له امله په خپل وخت کې خورا شهرت درلود اودوقت له امامانو څخه ګنل کیده ،
دده په هکله دعلماؤ رایه داده چې نوموړی دمجتهدين في المذهب په طبقه کې ؤ اودغه طبقه په ده باندي پای ته رسيدلي .
دعلامه نسفي رح تصنیف اوتالیف
علامه نسفي رح دتصنیف اوتالیف په میدان کې هم یوممتاز شخیصیت ؤ اوله هغه وتلو مصنیفینو څخه ده چې مثال یې نه لیدل کیږي .
علامه نسفي رح په بیلابیلو فنونو کې تصنیفات کړي چې دځینو نومونه يي په دي ډول دي
۱= الوافي
۲= الکافي : دادواړه دفقه په فرعي مسائلوکې دي لمړی یعني وافي متن دی اوالکافي یې شرحه ده
۳= کنزالدقائق : دایوبل مشهور اومعتبر متن دی چې بي شمیره شروح اوحواشی یې لیکل شوي دي .
۴= کشف الاسرار ، دادوړانديني متن کنزالدقائق یوبهترینه شرحه ده .
۵= المنار . داپه اصول الفقه کي بهترین متن دی .
۶= شرح المنتخب الحسامی . داصولو دیوبل متن بهترینه شرحه ده .
۷= تفسیر مدارک التنزیل . مشهور په تفسیرالمدارک باندي دی یوعمده اوبهترین تفسیر دی .
۸= مصفی شرح منظومه نسفیه .
۹= شرح مستصفی .
۱۰ = اعتماد الاعتقاد شرح عمده
۱۱= فضائل الاعمال اوداسې نور ......
ویل کیږي چې علامه نسفي غوښتل چې دهدایه شرح ولیکي مګر کله چې علامه تاج الشریعه دده له دي ارادي څخه خبرشو نو مشوره یي ورنه کړه اوبیاعلامه نسفی ددي شرح په ځای الوافي اودهغه شرحه الکافي ولیکل .
دعلامه نسفي رح وفات اورحلت
علامه نسفي رح په ربیع الاول کال ۷۱۰ هجري دجمعي په شپه په ایذج ښارګوټي کې له نړۍ څخه مخه ښه کړي اوبیا په الجلاله کې خاوروته سپارل شوی .
رحمه الله تعالی رحمة واسعة .




موضوع : سترشخصیتونه, |لیړنه : 35
برچسب ها : ,
لیږل شوی لهلیکوال: نجیب الله جامع
دعلامه شرنبلالي رح اصلي نوم حسن ،کنیة ابوالاخلاص ، دپلار نوم یې عمار اودنیکه نوم يې علي دی ، دي دمصر دشرنبلوله اوسیدونکی دی . له همدي امله یې شهرت په همدي نسبتي نوم باندي زیات شوی دی ، چې په شرنبلالي سره یادیږي .
علامه شرنبلالي رح په ۹۹۴ هجري کې په شرنبلاله کې زیږیدلی دی اوهم هلته يې وده کړي .وروسته له پلار سره مصرته تللی دی اوهلته یې لمړی قرآن کریم حفظ کړی دی .اوبیایې له علامه محمدالحموي اوشیخ عبدالرحمن المسیري څخه لمړی زده کړي کړي دي ، وروسته علامه عبدالله نحریري اوعلامه محمد المحبي ته ورغلی اوله هغوئ څخه یې علم الفقه لوستلي ، وروسته فلسطين ته تللی ، هلته یې هم له بیلابیلو علماو څخه زده کړي وکړي
له فراغت وروسته :
علامه شرنبلالي رح له فراغت وروسته په تدریس پیل وکړ وروسته جامع ازهر ته ولاړ اوهلته یې داستاد په حیث تدریس کاوه ، علامه شرنبلالي په ازهر کې ښه شاګردان وروزل چې له هغوئ څخه دڅونومونه په دي ډول دي : سیدالسند احمد بن محمد حموي ، شیخ شاهین الامناوي ، علامه اسماعیل النابلسي ،علامه احمد نجمي اوداسي نور ...
تصنیف اوتالیف
علامه شرنبلالي رح له تدریس سره سره په تصنیف اوتالیف هم بوخت ؤ اویوزیات شمیر علمي تصنیفونه یې علمي نړۍ ته پری ایښې دي .
دتصانیفو شمیر یې تر ۵۰ اوړي دبیلګي په ډول يې دڅوتصنیفونو نومونه په دي ډول دي :
۱= تنقیح الاحکام في ابراء الخاص والعام ۲= نورالایضاح ۳= تحفة اعیان الغناء بصحة الجمعة في الفناء ۴= التحفة الفرید في جواز التقلید ۵= سعادة الماجد بعمارة المساجد ۶= رقم البیان في دیة المفصل والاسنان ۷= بسط الکفالة ۸=
هسي خودعلامه شرنبلالي رح هرتصنیف یوه لویه علمي ذخیره ده ، مګر نورالایضاح یې په تصانیفوکې یوځانګړی مقام لري چې دمصنف په ژوندکې یې لا شهرت موندلی ؤ . اواوس هم په فقه کې یومعتمدمتن ګڼل کیږي ، علماويې ډیري شرحي لیکلي دي .
ویل کیږي چې علامه انورشاه الکشمیري رحمه الله تعالی چې کله مصرته ولاړ نوهلته یې په یوه کتابخانه کې دنورالایضاح مطالعه وکړه اومطالعه څه چې له مطالعي سره یې حفظ هم کړه اوبیاچې کله هند ته راغی نویوه شاګرد ته یې وراملاء کړه اوبیاهغه چاپ شوه چې بیاوروسته دمصر له نسخوسره هم وکتله شوه مګر هیڅ تغیرپه کې نه ؤ .
رحلة اووفات یې
علامه شرنبلالي رح په خپل ژوند کې دډیرو علمي خدماتو مصدر ؤ څوبالاخره درمضان المبارک په میاشت کې دجمعي په مبارکه ورځ ۱۰۶۹ د۷۵ کلونو په عمر له نړۍ سره مخه ښه کړه اوپه مصر کې په تربة المجاورين کې خاوروته وسپارل شوو. رحمة الله علیه




موضوع : سترشخصیتونه, |لیړنه : 28
برچسب ها : ,
لیږل شوی لهلیکوال: نجیب الله جامع

اسټراليايي ځواکونو په اروزګان کې دوه ماشومان ووژلاسټراليايي ځواکونو په اروزګان ولايت کې دوه ماشومان او د هغوى يو شمېر څاروي وژلي دي.

د اروزګان د امنيه قوماندانۍ وياند فريد عايل وايي دا پېښه د تېرې پنجشنبې په ورځ د چارچينو ولسوالۍ د دوان په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وينا، د ګزمې پر مهال يادو ځواکونو پر دوو ماشومانو، چې ٩ او ١٠ کلن وو، بريد کړى او وژلي يې دي.

د دغه ولايت د ولايتي شورا رييس امان الله هوتکي هم پېښه تاييدوي او وايي، دغو ماشومانو خپل څاروي څرول او ترڅنګ يې خس او خاشاک هم راټولول.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې په ملګرو ملتونو کې د ماشومانو د دفاع ټولنې ويلي چې امريکا او ناټو له ٢٠٠٨ څخه تر ٢٠١٢ کال پورې په افغانستان کې سلګونه ماشومان په هوايي بريدونو کې وژلي دي، خو امريکايان پرله پسې انکار کوي.

څه وخت وړاندې هم بهرنيو ځواکونو په کونړ کې لس ملکي وګړي ووژل چې څلور يې ماشومان او پنځه يې ښځې وې. د يادونې وړ ده چې دا بريدونه قصدي او شعوري ډول لري او امريکا خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره پرله پسې ماشومان او ملکي وګړي وژني.





موضوع : دسیمی اونړی خبرونه, |لیړنه : 23
برچسب ها : ,
لیږل شوی لهلیکوال: نجیب الله جامع
نړیوالورسنیو رپوټونه ورکړی چی داسلامی مصرحکومت په دی ورستیوکی ددی هیوادلپاره دیواسلامی اردو دجوړلوپه طرحه کارکوی هغه اردوچی مصریانویی دجوړلو اودرلودلولپاره ۸ پیړه مبارزه دعوت تربیت اوجهاد داخوان المسلمین په مدبرانه رهبری ترسره کړل اونن دخپلو تیرو زخمتونوڅخه ثمره اخلی خوهیره دی نوی چی پدی اړوند بی دینه سکولری ډلی هم چوپه خولو ندی پاتی شوی بلکی له اسراییلو واشنټن اوانګلستان څخه په ملاتړاومشوره یی خپل دباطل غږ اوچت کړی چه دخدای(ج) په رضا لکه حق چی په قران کی یی دکامیابی زیری ورکړل شوی بریالی به وی دا هغه الګوده دټولی نړی لپاره په ځانګړی ډول داستعماری قوتونو اوجابرو لاسپوځواودپردیو مزدرو مشرانو لپاره .اوداسلامی خلافت چه دمسلمان انسان دنده چه باید دراوستولولپاره بدون له کوم سازش څخه کاروکړی.




موضوع : دامت خبرونه, |لیړنه : 43
برچسب ها : ,
لیږل شوی لهلیکوال: نجیب الله جامع
وروستی لیکنی